د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر کړی او ټاکل شوې چې له ایراني چارواکو سره پر سیمهییزو او سیاسي موضوعاتو خبرې وکړي.
تسنیم خبري اژانس د نوموړي د سفر موخه د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د کړکېچ په اړه منځګړیتوب او د دواړو لوریو ترمنځ د تفاهم هڅې بللې دي.
دا سفر داسې مهال کېږي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سیدمحسن نقوي هم له تېرو څو ورځو راهیسې په تهران کې حضور لري او له ایراني چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.

