ډېر لوستل شوي

د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه؛ ۱۵ پروژې منظورې شوې دي 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ۴٫۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې شوې دي.  

د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې دې غونډې ته ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته ۱۵ پروژې منظورې او په ۷ نورو کې یو لړ تعدیلونه راغلي دي.

سرچینې لیکلي چې په منظورشویو او تعدیل‌شوو پروژو کې د غزني ولایت د زردالو بند د جیوتخنیک مطالعاتو بشپړول، د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ۱۴ کیلومتره سړک جوړول، د کابل – لوګر سړک د لومړي لاټ له پای څخه تر سنګ نوشته پورې د سړک جوړول شامل دي. همداراز په یادو پروژو کې د فاریاب ولایت په لولاش، د غزني ولایت په اندړو، د دایکنډي ولایت په کجران، د بادغیس ولایت په بالامرغاب، د بامیان ولایت په کهمرد او د خوست ولایت په موسی خېل ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

اړوند خبرونه