ډېر لوستل شوي

۳۵ کاله وروسته؛ د ژرندې او ۱۵ زره ولټه برېښنا پروژه ګټې اخېستنې ته سپارل شوې

د مرکزي سيلو امارتي شرکت په کابل کې له ۳۵ کلو وروسته د ژرندې (ميل) او د ۱۵ زره ولټه برېښنا دويم کنکشن پروژې چارې بشپړ او ګټې اخېستنې ته بيا سپارل شوې دي.

د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ياد شرکت د اجراييوي رييس مولوي نصرت‌الله منصور په حواله ويلي چې دا ژرنده پر۱۰۰ جريبه ځمکه، د ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې چې په ورځنۍ توګه د شاوخوا ۱۳۰ ټنو اوړو د توليد ظرفيت لري.

همداراز د ۱۵ زره ولټه برېښنا د دویم کنکشن پروژه هم د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.

د سیلو مسوولین وایي، اوس‌مهال د کابل سیلو د ۵۰ زره ټنه غنمو د زېرمه کولو ظرفیت لري او هڅه روانه ده چې د غنمو د پروسس او اوړو د تولید له لارې د هېواد د ځان‌بسیاینې هدف ته ورسېږي. دغه راز په تورخم کې د کډوالو لپاره هره ورځ د شاوخوا ۳۰ زره ډوډۍ تولید او وېشل کېږي.

اړوند خبرونه