د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، خپلو استازو ته یې سپارښتنه کړې چې له ایران سره د احتمالي هوکړې په برخه کې دې بېړه نهکوي.
ټرمپ زیاته کړې، تر هغه وخته چې وروستۍ هوکړه نه وي شوې، پر ایران به سمندري محاصره او فشارونه دوام ولري.
هغه د ایران د اټومي پروګرام او سیمهییزو فعالیتونو په تړاو د سخت دریځ د دوام خبره هم کړې ده.
امریکا پر ایران د اټومي پروګرام او سیمهییز نفوذ له امله بندیزونه او فشارونه زیات کړي، خو ایران بیا تل دا فشارونه «غیرقانوني» بللي او د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کوي.

