نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴.۸ سلنه وده کړې ده.
په دې راپور کې راغلي چې دا اقتصادي وده د سیمهییزو ستونزو او سوداګریزو محدودیتونو سربېره ثبت شوې او د هېواد اقتصادي فعالیتونه لا هم د پراختیا په حال کې دي.
یاد بانک همداراز ویلي چې د افغانستان ناخالص کورني تولید کې زیاتوالی راغلی او اقتصادي بهیر د تېر په پرتله مثبت لوري ته روان دی.

