د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د هرات ولایت غوریانو ولسوالۍ «نمکسار» سیمې د مالګې کان استخراج تړون د ۲۰ میلیون ۴۵ زره ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت ویاند، همایون افغان ویلي چې دا تړون د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري او «ریډګولډ اسیا» کانکیندنې شرکت سره لاسلیک شوی دی.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي بدري په حواله ویل شوي چې دغه تړون د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټي په ټاکلو سره د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک کېږي او یاد شرکت به خپلې چارې د کانونو د قانون او کړنلارې پربنسټ جاري ساتي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همداراز لیکلي چې دغه شرکت به د رویالټي تر څنګ د ټولنیزو خدماتو په برخه کې ۹۳۰ زره امریکایي ډالر هم ولګوي، او شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

