د ایران سپاه پاسدارانو ځواکونو خبر ورکړی چې د امریکا وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې یې په کوېټ کې د «علي السالم» هوايي اډه او په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک مهم پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
سپاه پاسدارانو دا بریدونه د امریکا د پوځ د «تېري» ځواب بللی او ویلي یې دي چې یاد اهداف د توغندیزو بریدونو لاندې راغلي دي.
تر اوسه د امریکا، کوېټ او بحرین چارواکو د دې برید په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

