د پنجشېر مسوولین وایي چې نږدې راتلونکي کې به ۲۰ ټن ګیلاس د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شي او سږ کال له یاد ولایت څخه شاوخوا ۱۳۰ ټن ګیلاس ترلاسه شوي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند، سیفالدین لټون امید راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا حاصلات له ۳۶۳ هکټاره باغونو څخه ترلاسه شوي او په بازار کې په منځني ډول یو کیلوګرام په ۱۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې چې د پنجشېر ولایت ګیلاس مېوه کابل ته تر لېږد وروسته د اوزبیکستان، قرغزستان، روسیې، چین او متحده عربي اماراتو په ګډون بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.
د یادولو ده چې سږ کال د پنجشېر ولایت د ګیلاس مېوې ټولیز ارزښت له ۱۳ میلیون افغانیو څخه زیات اټکل شوی دی.

