ډېر لوستل شوي

د ټاپي پروژې د هرات فاز چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د ټاپي پروژې د هرات فاز ودانیزې چارې تر دې مهاله نږدې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند مفتي همایون افغان پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د پروژې په چوکاټ کې تر اوسه ۸۰ کیلومټره نل‌لیکه غځول شوې او د نل‌لیکې لپاره ۱۲۶ کیلومټره مسیر چمتو شوی دی.

د ښاغلي افغان په وینا، د پروژې اړوند ۱۰۸ کیلومټره نښلوونکی او نظارتي سړک هم جوړ شوی او ۳۶.۳ کیلومټره نل‌لیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د پروژې د چټک تطبیق په موخه ۷۲.۳ کیلومټره نوره نل‌لیکه هم د کار ساحې ته لېږدول شوې ده. د ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي چې د افغانستان لپاره د انرژۍ، اقتصادي ودې او ټرانزیټي عوایدو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه