ډېر لوستل شوي

اوزبیکستان د کاني موادو د پروسس معیاري کارخونې جوړولو ته لېوالتیا لري  

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال، عبدالرحمن قانت د اوزبیکستان له مرستیال سفیر «بهادر تاشمنوف» او د «تیمورسنا» شرکت له رییس، اکرم قلندروف سره کتلي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د هېواد د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. 

د سرچینې په وینا چې اوزبیکستاني چارواکو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې مهمې بللې دي. 

دوی همداراز د کرومایټ او سربو کانونو په برخه کې پانګونې او په افغانستان کې د کاني موادو د پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې جوړولو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

 د کانونو او پټرولیم وزارت لیکلي چې بلخوا د یاد وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال له اوزبیکستاني چارواکو غوښتي چې د یادو کانونو په اړه مشخص وړاندیزونه (پروپوزل) وړاندې کړي. ښاغلي قانت د بهرنیو پانګوالو د جذب او ملاتړ په موخه د لازمو همکاریو او لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه