ډېر لوستل شوي

د امریکا سنا د استخباراتو د نوي مشر د تایید لپاره چمتووالی نیسي

د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې مخکښ غړي مارک وارنر ویلي، هیله لري چې سنا به د روانې اوونۍ په ترڅ کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ملي استخباراتو د مشر لپاره نومول شوی کس تایید کړي.

«سي‌بي‌اېس» نیوز راپور ورکړی چې ټرمپ جې کلېټن د ملي استخباراتو د مشر (DNI) په توګه نومولی او له سناتورانو یې غوښتي چې ژر تر ژره یې تایید کړي.

مارک وارنر ویلي چې جې کلېټن مناسب شخصیت لري او که سنا موافقه وکړي، د هغه د تایید بهیر ښايي همدا اوونۍ بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په کانګرس کې د لنډمهالي استخباراتي مشر د ټاکنې پر سر اختلافونه روان دي او د استخباراتي څار مهم قانون هم له ځنډ سره مخ شوی دی.

اړوند خبرونه