د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی کړی او دا یې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو مهم ګام بللی دی.
اردوغان ویلي، هیله لري چې دغه هوکړه به د سیمې د اوږدمهاله سولې، امنیت او ارامۍ لپاره زمینه برابره کړي او د کړکېچونو په کمېدو کې به اغېزناک رول ولوبوي.
د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی چې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د شخړو حل د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ګټه دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې واشنګټن او تهران د جګړې د پای ته رسولو او د ځینو مهمو اختلافاتو د حل لپاره د یوې نوې هوکړې ته له رسېدو خبر ورکړی دی.

