ډېر لوستل شوي

قالیباف: د ایران د خلکو مقاومت هېواد د بریا پر لور مهم پړاو ته رسولی

د ایران د پارلمان رییس، محمد باقر قالیباف ویلي، د ایران د خلکو د مقاومت او د امنیتي او پوځي ځواکونو د مېړانې په پایله کې هېواد یې د بریا پر لور یو مهم ګام اخیستی دی.

قالیباف پر خپل اېکس‌پاڼه ویلي، هغه کسان چې غوښتل یې ایران کمزوری او تسلیم کړي، خپلو موخو ته ونه رسېدل.

نوموړي د ایران د خلکو د یووالي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې د بهرنیو فشارونو او ګواښونو پر وړاندې د ایران دریځ لا هم ټینګ پاتې دی.

اړوند خبرونه