د ټولګټو وزارت په پنجشېر کې د ۲۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه مهمې ټرانسپورټي پروژې د روان کال په پراختیايي پلان کې شاملې کړې دي.
د یاد ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، په دې پروژو کې د پنجشېر د عمومي سړک د ۴۴ کیلومتره برخې ترمیم او بیارغونه، او د آبشار ولسوالۍ د سړک اسفالت شامل دي.
د پنجشېر والي، حافظ محمد آغا حکیم ویلي، د دې پروژو د منظورۍ او پلي کېدو لپاره یې په تېرو درېیو کلونو کې له لوړپوړو چارواکو سره پرلهپسې لیدنې او سلا مشورې کړې وې چې په پایله کې اوس د عملي کېدو پړاو ته رسېدلې دي.
د پنجشېر د ټولګټو رییس، محمد فهیم موحد ویلي، د آبشار ولسوالۍ د سړک اسفالت لپاره ۲۲۹ میلیونه افغانۍ او د پنجشېر د عمومي سړک د یوې برخې د قیر اچونې لپاره ۴۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
بلخوا، په پنجشېر کې د ۲۵ کیلومتره اوږد او ۱۲ متره پلن پنجشېر ـ تخار سړک د جوړولو پروژه هم د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت روانه ده. چارواکي وایي، د نویو سړکونو په جوړېدو سره پنجشېر له نورستان، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو سره هم نښلول شوی دی. د ټولګټو وزارت وزیر د دغو پروژو د چټک تطبیق غوښتنه کړې او دا یې د ټرانسپورټي زیربناوو د پیاوړتیا، د خلکو د تګ – راتګ د اسانتیا او د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بللی دی.

