ډېر لوستل شوي

پنځو ولایتونو کې هېواد ته په لويه کچه د قاچاق‌ کوونکو توکو مخه نيول شوې

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د قاچاقي توکو لویه اندازه کشف او ضبط کړې ده.

ياد وزارت وايي، قاچاق کوونکو هڅه کوله چې یاد توکي له ګمرکي محصول پرته په ناقانونه توګه هېواد ته وارد کړي.

په نیول شویو توکو کې د انساني طبي درملو، وریجو، نويو جامو، پوډري صابون، اورلګیت، رخت باب، د سینګار توکو، زراعتي درملو، تمباکو، چاکلیټو، د خیاطۍ ماشین د تېلو او یو شمېر نورو سوداګریزو توکو د پام وړ اندازه شامله ده.

همداراز، ۱۰۵ کیلوګرامه نشه‌یي ګولۍ او نور بېلابېل توکي هم ضبط شوي دي.

د مالیې وزارت ویلي، نیول شوي توکي او اړوند تورن کسان د لا زیاتو قانوني اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه