ډېر لوستل شوي

هرات کې اورلګېدنه؛ ۲۰ میلیون افغانۍ زیان یې اړولی

کورنيو چارو وزارت وايي، تېره شپه شاوخوا درې بجې د هرات صنعتي ښارګوټي په دوهم فاز کې د نور آریانا د کاغذ او کارتن جوړونې په شرکت کې اورلګېدنه رامنځته شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن (شنبه) پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، پېښه ځاني زیان نه لري خو شاوخوا ۲۰ میلیونه مالي زیان یې اړولی دی.

هغه زیاتوي، د هرات امنیې قوماندانۍ د اوروژنې اړوند ځواکونو اور مهار او د نږدې ۶۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت شتمني یې د اور له زیانه ژغورلې ده.

اړوند خبرونه