د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۳٫۵ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې شوې دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې دې غونډې ته ۴۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته ۱۶ پروژې منظورې او په ۲۰ پروژو کې یو لړ تعدیلونه راغلي دي.
سرچینې لیکلي چې په منظورشویو او تعدیلشویو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک د اوبو ذخیروي بند، د بغلان ولایت د کېلهګي بند د جیوټیکنیکي مطالعاتو او په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
“له دې ډلې همداراز د امو سیند نفتي حوزې د نفتو د زېرمه کولو لپاره د لس زره ټنه ظرفیت لرونکو تاسیساتو ډیزاین او نصب، د روزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز عمومي روغتون جوړول، د روزګان ولایت په مرکز، ترینکوټ کې د باروړونکو موټرونو لپاره د ترمینل جوړول، د کابل ښار یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو بشپړول شامل دي.”
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې یادې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې تمویلېږي.

