د صنعت او کانونو اوونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د سوداګریزو ناستو په ترڅ کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت ۵۰ هوکړهليکونه او قراردادونه لاسلیک شوي دي.
د اميد راډيو خبريال د نندارتون د مطبوعاتو مسوول منصور یوسفزي په حواله ويلي، په دې نندارتون کې ۳۲۸ شرکتونو د ۳۶ بېلابېلو سکټورونو اړوند په څه باندې ۴۰۰ غرفو کې خپل تولیدات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کړي وو.
د نوموړي په وینا، له لاسلیک شویو قراردادونو څخه ۱۰ قراردادونه د افغانستان د وسپنې ویلې کولو اتحادیې او د ایران د پلاوي ترمنځ د کارخونو د تجهیزاتو او خامو موادو د برابرولو په برخه کې شوي دي.
یوسفزي زیاته کړې، په نندارتون کې د رسمي پلاوو، سفیرانو، سوداګرو، استازو او زرګونو هېوادوالو پراخ ګډون د کورنیو تولیداتو او پانګونې په برخه کې د دغه نندارتون ارزښت نور هم زیات کړی دی.

