د صنعت او کانونو اوونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون چې د کورنیو او بهرنیو صنعتکارانو، سوداګرو، پانګوالو او متشبثینو په ګډون په کابل کې جوړ شوی و، نن پای ته ورسېد.
د اميد راډيو خبريال د نندارتون د پای په مراسمو کې د کانونو او صنایعو خونې لومړي مرستیال محمد رفیع اعظمي په حواله ويلي، افغانستان یوازې مصرفي هېواد نه، بلکې د ګڼو تولیدي توکو لرونکی هېواد هم دی.
د هغه په وینا، دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې، د ملي او نړیوالو پانګوالو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د تجربو د تبادلې لپاره اغېزمن فرصتونه برابروي.
د ياد نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو معرفي کول، د صنعت او کانونو سکټور پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو رامنځته کول، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د هېواد د اقتصادي ودې ملاتړ بلل شوی.

