د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ «نمکسار» سیمې د مالګې اول بلاک تړون د ۳۱۵ میلیون ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا کان ۱۰٫۲کیلومټره مربع مساحت لري او تړون یې د اسماعیل شیرزاد عزیزي کانکیندنې او پروسس شرکت سره لاسلیک شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې: “د دې کان تړون د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټي په ټاکلو سره د پنځلسو کلونو لپاره لاسلیک کېږي، دغه راز به نوموړی شرکت خپلې ټولې چارې په تړون کې د شویو ژمنو او د کانونو د قانون او کړنلارې سره سم ترسره کوي.”
د کانونو او پټرولیم وزارت همداراز لیکلي چې یاد شرکت به د رویالټي د ورکړې تر څنګ د ټولنیزو خدماتو په بېلابېلو برخو کې ۵۰۰۰۰۰۰ افغانۍ لګوي، سربېره پر دې به دې پروژه کې ګڼ شمېر هېوادوالو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

