ډېر لوستل شوي

د کابل لومړۍ ناحيې کې په معیاري توګه دوه سوداګريز مارکېټونه جوړېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نوبتي غونډې پر مهال د کابل ښار په لومړۍ ناحیې کې د دوو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې تر ارزونې وروسته د تایید وړ بللې ده.

ياد معاونيت د همدې طرحې له مخې ويلي، د منډوي په سیمه کې به ظاهر شاهي مارکېټ د ۱۶۱ میلیونه افغانیو په پانګونې په اته پوړونو کې په معیاري توګه جوړ شي چې لسګونو هېوادوالو ته به دایمي کاري فرصتونه برابر کړي.

همداراز، د لومړۍ ناحیې په یوه بله سيمه کې به یو بل سوداګریز مارکېټ هم په پنځو پوړونو کې جوړېږي چې له بشپړېدو وروسته به یوشمېر کسانو ته د کار زمینه برابره کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، د دې پروژو موخه د ښاري سوداګریزو زیربناوو پراختیا، د پانګونې جلب او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

اړوند خبرونه