د مالیې وزیر، ملا محمد ناصر اخوند وایي، د سیمې په کچه د افغانستان مالیاتي سیسټم تر ټولو اسانه دی.
د اميد راډيو خبريال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د مالیاتي تخفیفونو د اعلان غونډې پر مهال د ښاغلي اخوند په حواله ويلي، اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې ۱۳ ډوله مالیې په بشپړ یا قسمي ډول معاف کړې دي.
د مالیې وزیر همدارنګه له سوداګرو او پانګهوالو غوښتي چې د مالیاتي اسانتیاوو او اړوندو ستونزو د حل لپاره د مالیې وزارت او اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.

