ډېر لوستل شوي

نیمروز بندر کې څه باندې ۴۲ ټن بې‌کیفیته ودانیز توکي مسترد شوي 

د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې په نیمروز بندر کې ۴۲ ټن ۸۳۰ کیلوګرام بې‌کیفیته ودانیز توکي بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.  

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي دا غیرمعیاري نبشي ډوله وسپنه له اړینو ارزونو او لابراتواري ازموینې وروسته د هېواد له کورنیو معیارونو سره په ټکر کې تثبیت شوې ده.

د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت کنټرول او تثبیت بهیر په منظمه توګه دوام لري. 

په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ شوی د هغو بې‌کیفیته او غیرمعیاري توکو د ننوتلو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت د منلو وړ نه وي چې د هېوادوالو روغتیا او خوندیتوب ګواښي.

د معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې د بېلابېلو بې‌کیفیته توکو له مستردېدو خبر ورکړی و، او له سوداګرو یې غوښتي وو چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.

اړوند خبرونه