ډېر لوستل شوي

قزاقستان له افغانستانه خام معدني توکي لېږدوي

د قزاقستان د صنعت او ودانيزو چارو وزیر یرسعین ناګاسپایف ویلي، هېواد یې د فلزاتو د ذوب او فلزي صنعتونو لپاره د اړتیا وړ خامو معدني توکو د دايمي برابرۍ په موخه له افغانستان او قرغیزستان سره د وارداتو هوکړې رسېدلی.

«قازاینفورم» خبري اژانس په خپل راپور کې د نوموړي په حواله ويلي، د قزاقستان د فلزي صنعت تولید د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۷.۳ سلنې ته رسېدلی، خو په ځینو صنعتي تأسیساتو کې د پلان شویو ترمیماتو او د کورنیو معدني سرچینو د تدریجي کمښت له امله په دې برخه کې نسبي کموالی رامنځته شوی و.

د ناګاسپايف په خبره، د مسو، جستو (زنک) او سرو زرو د خامو توکو کورنی عرضه ډېره شوې، د جستو کنسانترې لېږد بېرته پیل شوی او له افغانستان او قرغیزستان څخه د معدني خامو موادو د واردولو هوکړې هم شوې دي. د قزاقستان د صنعت وزیر همدارنګه ویلي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د دغه هېواد تولیدي سکتور ۹.۸ سلنه وده کړې چې عمده لامل یې د نویو کارخونو او صنعتي پروژو پرانیستل دي.

اړوند خبرونه