ډېر لوستل شوي

افغان سوداګر: له پاکستان سره به بیا سوداګرۍ ته زړه ښه نه کړي

په کابل کې یو شمېر افغان سوداګرو امید راډیو ته ویلي چې که له پاکستان سره بیاځلي سوداګريزې لارې پرانیستل شي، دوی به له دغه هېواد سره سوداګرۍ ته ادامه ورنکړي.

د امید راډیو خبریال په راپور کې د یو شمېر سوداګرو له قوله راغلي چې اوسمهال یې د پاکستان پرځای له یو شمېر نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ باوري لارې موندلې دي. 

په راپور کې د یو افغان سوداګر، عبدالغفار احمدزي له قوله راغلي چې له نورو هېوادونو سره سوداګري د پاکستان په پرتله باکیفیته او ارزانه ده او همداراز د دوی لپاره پکې زیاتې اسانتیاوې شته. 

بلخوا یو شمېر پاکستاني سوداګرو ویلي اندېښنه ښودلې چې د سوداګرۍ پر مخ د تورخم او سپین‌بولدک دروازو له تړل‌کېدو راهیسې په پاکستان کې سلګونه فابریکې په ټپه درېدلې او هره ورځ پاکستاني سوداګر میلیونونه تاوان ویني.

اړوند خبرونه