ډېر لوستل شوي

سینټکام وايي چې پر ایران د بریدونو څپه پای ته رسیدلې ده

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې په ایران کې پر پلان‌شویو اهدافو د امریکا د بریدونو وروستۍ څپه پای ته رسیدلې ده، چې د قوماندې مرکزونه، د هوايي دفاع سیسټمونه، د توغندیو او ډرون تاسیسات او ساحلي څارنیز مرکزونه یې په نښه کړي دي.

د سینټکام په وینا، بریدونه هرمز تنګي کې د سوداګریزو کښتیو د ګواښلو لپاره د ایران د وړتیا کمولو په موخه وو او همدارنګه په بندر عباس او بنت بزرګ ټاپو کې یې ځینی موقعیتونه په نښه کړي وو.  راپورونو دا هم ویلي چې ایران په اردن کې د امریکا د مخابراتو مرکز، د تېلو زېرمې او په کوېټ کې د علي السالم پوځي اډې باندې د ډرون بریدونه کړي دي.

اړوند خبرونه