ډېر لوستل شوي

د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) رييس سید کریم هاشمي په کابل کې د هند سفارت له چارسمبالي «کرن یادف» سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

ياد رياست ويلي چې د لیدنې پر مهال د افغانستان صادراتو د زیاتوالي، د سوداګرۍ د اسانتیاوو رامنځته کولو، د سوداګریزو ویزو د ترلاسه کولو د بهیر د اسانتیا، د لېږد رالېږد د ښه‌والي او د کرنې، کانونو او لاسي صنایعو په برخو کې د ګډې همکارۍ پر پراختیا ټینګار شوی دی.

دواړو لوريو همدارنګه هوکړه کړې چې د ګډو سوداګریزو نندارتونونو، د سوداګریزو پلاوو د تبادلې او د خصوصي سکټور ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو د پیاوړتیا لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه