ډېر لوستل شوي

د غاليو اوبدلو صنعت کې شاوخوا يو ميليون افغانان په کار پوخت دي”

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د افغانستان د غالیو اوبدلو په صنعت کې په مستقيم او غیر مستقيمه توګه شاوخوا یو میلیون کسان په کار بوخت دي.

ياد معاونیت په خپل راپور کې ويلي، اسلامي امارت د لاسي صنایعو، په ځانګړې توګه د غالیو صنعت، ملاتړ او پراختیا ته ځانګړې پام‌لرنه کړې ده.

د دې معاونیت معلوماتو له مخې، د روان کال په ترڅ کې د ۱۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۷۶۰ زره متره مربع افغاني غالۍ اروپایي، عربي، افریقایي هېوادونو، ترکیې، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او روسیې ته صادرې شوې دي.

د مسوولينو په وينا، د افغاني غالیو د بازارموندنې لپاره په هېواد دننه او یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې نندارتونونه هم جوړ شوي دي.

اقتصادي معاونیت وایي، افغاني غالۍ بهرنیو بازارونو ته د افغانستان په نوم او نښان صادریږي او د لوړ کیفیت او ځانګړي ډیزاین له امله یې نړیوال شهرت لا زیات شوی دی.

اړوند خبرونه