اسراییلو د غزې ښار په لوېدیځ کې د هوايي برید پرمهال د استوګنې یوه اپارتمان په نښه کړی چې له امله شپږ کسان پکې شهیدان شوي دي.
د راپورونو له مخې، برید د غزې ښار د ناصر سیمې پر یوې ودانۍ شوی دی.
ویل کېږي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له امله د شهیدانو شمېر له ۷۳ زرو اوښتی، او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
راپورونه زیاتوي، سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د اوربند هوکړه شوې، خو په غزه کې د اسراییلو بریدونه لا هم دوام لري.

