د بلوچستان پوسټ راپور ورکړی چې د پاکستان هوايي ځواک د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ د کهدکوچه سیمې څو دیني مدرسې بمبار کړې دي.
په راپور کې راغلي، په دې بریدونو کې قرآنکریم او یو شمېر نور دیني کتابونه سوځېدلي او دې کار د يادې سیمې د خلکو پراخ غبرګون راپارېدلی دی.
ویلکېږي، د مستونګ اوسېدونکو د اعتراض په توګه په ښار کې عمومي کاربندیز اعلان کړی، هټۍ، سوداګریز مرکزونه او بازارونه یې تړلي دي.
تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ياد پوځ له تېرو څو کلونو راپدې خوا د بلوڅانو د ځپلو لپاره له بېلا بېلو پلمو او تاکتیکونو کار اخلي.

