د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سید کریم هاشمي د شاوخوا ۱۰۰ افغان سوداګرو او پانګهوالو په مشرۍ د یوه رسمي درې ورځني سفر لپاره د اوزبيکستان پلازمېنې تاشکند ته روان شوی دی.
ياد رياست وايي، ټاکل شوې چې افغان پلاوی د اوزبيکستان د سیردریا ولایت له والي او سیمهییزو چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو له سوداګرو او پانګهوالو سره په ګډو غونډو کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې وکړي. د سفر په اجنډا کې د سیردریا ولایت د تولیدي کارخونو لیدنه هم شامله ده چې موخه یې د اقتصادي همکاریو پراختيا او د پانګونې د نویو فرصتونو ارزول بلل شوي دي.

