ډېر لوستل شوي

پر غزې د اسراييلو تازه بریدونو کې ۱۲ فلسطینیان شهيدان شوي

د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسراييلو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان شهيدان شوي دي.
د غزې روغتيايي چارواکي وايي، په شهيدانو کې د یوې کورنۍ شپږ غړي شامل دي چې یوه ښځه او څلور ماشومان هم پکې دي.
د قربانیانو خپلوان وایي، برید هغه مهال شوی چې کورنۍ ویده وه او تر برید وړاندې ورته هېڅ ډول خبرداری نه و ورکړل شوی.
د غزې د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، د وروستي اوربند له پای ته رسېدو وروسته د اسراييلو په بریدونو کې له ۱۱۶۰ څخه زیات فلسطینیان شهيدان شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

اړوند خبرونه