د هرات مقام د رسنيو دفتر خبر ورکړی چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې له دې ولایت څخه جرمني ته د ۱۰ زره متره مربع څخه زیاتې لاسي اوبدل شوې غالۍ صادرې شوې چې ټولیز ارزښت یې ۱۰۳ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي.
ياد دفتر وايي، د هرات غالۍ د لوړ کیفیت، اصیلو نقشونو او دودیزې اوبدنې له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري او د بهرنیو پېرودونکو پام یې ځان ته اړولی دی.
دې سیمهییزې ادارې د غالیو صنعت د ملاتړ، د کورنیو او بهرنیو بازارونو د پراختیا او د صادراتو د زیاتوالي لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

