رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان له امریکا څخه د ۱۰ میلیارد ډالرو د تبادلې د ثبات مالي اسانتیا (Exchange Stabilization Facility) غوښتنه کړې، څو د دې هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې او پر پاکستانۍ کلدارو وارد شوی فشار راکم شي.
په دې راپور کې راغلي، اسلاماباد دا غوښتنه د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ته وړاندې کړې او هیله لري چې دا پنځه کلنه مالي اسانتیا به یې پر نړیوالو پورونو او د نړیوال وجهي صندوق (IMF) پر مالي مرستو تکیه کمه کړي.
بلخوا د امریکا د خزانې وزارت د دې غوښتنې په اړه له څرګندونو ډډه کړې، او د پاکستان د مالیې وزارت هم تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستان دا مهال د نړیوال وجهي صندوق د اووه میلیارد ډالرو د پور پروګرام لاندې اقتصادي اصلاحات پلي کوي. ياد هېواد په ۲۰۲۳ کال کې د درې میلیارد ډالرو د بېړني پور له لارې له اقتصادي سقوط څخه وژغورل شو او وروسته یې د اووه میلیارد ډالرو بل مالي پروګرام هم ترلاسه کړی دی.

