رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا استخباراتي ادارو د ایران له لوري په فارس خلیج کې د «سيایاې» پر تاسیساتو د بریدونو په تړاو د روسیې د احتمالي همکارۍ په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د راپور له مخې، امریکایي چارواکي تر اوسه داسې قطعي شواهد نهلري چې د دغو بریدونو په ترسره کولو کې د روسیې مستقیمه همکاري ثابته کړي، خو د بریدونو دقت او اغېزمنتیا، او له ایران سره د مسکو پراخې امنیتي همکارۍ، د روسیې د احتمالي رول په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران د روان کال په مارچ میاشت کې په سعودي عربستان، عراق او یو شمېر نورو هېوادونو کې د امریکا د «سيایاې» اړوند مرکزونه په نښه کړي وو.

