ډېر لوستل شوي

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱٫۳ میلیارد افغانیو په لګښت لسګونه پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۱٫۳ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې منظورې کړې دي. 

اقتصادي معاونیت لیکلي چې دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې چې له بحث وروسته د ‍۱٫۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې او په ۱۶ نورو کې یولړ تعدیلونه منظور شوي دي.

د اعلامیې له مخې: “همداراز د یوې پروژې قرارداد لغوه او د څلورو پروژو د تدارکاتي پروسو او قیمتونو په اړه ټاکلو شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو یې هراړخیزه څېړنه ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.”

سرچینې لیکلي چې په منظورشویو او تعدیل‌شویو پروژو کې د پکتیا ولایت په جاني‌خیلو ولسوالۍ کې د روغتون جوړولو، په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو او د برېښنا د توزیع او انتقال او همداراز د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو جوړول او د پاتې چارو بشپړول شامل دي. د یادولو ده چې منظورې شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

اړوند خبرونه