د جرمني په پلازمېنه برلین کې تېره شپه یوه کس خپل موټر د همجنس خوښوونکو پر یوې راټولېدنې وروستی چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز راپور له مخې، په ټپیانو کې د اتو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی. د برلین پولیسو ویلي، د پېښې عامل یې پېژندلی او د نیولو لپاره یې پلټنې او عملیات روان دي.
په وروستیو کلونو کې په اروپا کې د خلکو پر ګڼو راټولېدنو د موټر د وروستلو ورته پېښې هم شوې چې ځینې یې د قصدي بریدونو په توګه څېړل شوي دي.

