ډېر لوستل شوي

ایران: له افغانستان او چین سره د ازادې سوداګریزې سیمې د جوړېدو اداري بهیر روان دی

د ایران د سوېلي خراسان ولایت د اقتصادي او مالي چارو رییس، مرتضی ذاکریان وایي، له افغانستان او چین سره د ګډې ازادې سوداګریزې او صنعتي سیمې د جوړولو د طرحې اداري بهیر روان دی.

نوموړي د چین له اقتصادي پلاوي سره په کتنه کې ویلي، دا نوښت د درې واړو هېوادونو د جغرافیایي، اقتصادي او ټرانزیټي ظرفیتونو پر بنسټ طرحه شوی او موخه یې د خصوصي سکټور په ملاتړ د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پراخول دي.

د هغه په وینا، ایران به د بنسټیزو اسانتیاوو، کاري ځواک او صنعتي وړتیاوو برابرولو، چین به د پانګونې، مالي تمویل او ټکنالوژۍ د لېږد او افغانستان به د خپلو پراخو کاني سرچینو، فلزاتو او مهم ټرانزیټي موقعیت له امله په دې نوښت کې مهم رول ولوبوي.

ایران، افغانستان او چین په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي او دا طرحه هم د همدې همکاریو د پیاوړتیا یوه مهمه برخه بلل کېږي.

اړوند خبرونه