د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند د اوزبیکستان لومړي وزیر مرستیال، جمشید خواجهیف او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي برادر ویلي چې د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو ترڅنګ د سیمهییز ثبات لپاره هم ګټوره بللې او په وینا یې چې د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې له ټولو شته ظرفیتونو په استفادې دا اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي.
بلخوا د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې د دواړو هېوادونو سوداګري د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاته شوې چې اوسنۍ کچه یې ۱٫۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
د نوموړي په وینا چې ازبیک لوری چمتو دی چې د زینک ډبرو د پروسس لپاره په حیرتان کې د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت فابریکه جوړه کړي.

