د هرات مسوولین وایي چې دا مهال په یاد ولایت کې د مچیو روزنې صنعت وده کړې او پروسږ کال د مچیو روزنې له فارمونو شاوخوا ۲۵۰ ټن خالص شات تولید شوي دي.
د دغه ولایت مقام په اېکسپاڼه لیکل شوي چې وړم کال په یاد ولایت کې د شاتو تولید ۱۷۰ ټنه و، خو پروسږ کال دا تولید ۲۵۰ ټن ته لوړ شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د مچیو روزنې صنعت کې د پام وړ پرمختګ او په هرات کې د دې برخې د فعالیتونو پراختیا د شاتو تولید د زیاتوالي لامل بلل کېږي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د مچیو روزونکي د کاري فرصتونو له برابرېدو او د کورنیو تولیداتو له ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړې او په وینا یې چې د دې صنعت پراختیا د شاتو تولید د زیاتوالي ترڅنګ ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

