ډېر لوستل شوي

د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوې

د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا محمد یونس اخندزاده د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې چارې له نږدې لیدلي دي.
دغه وزارت لیکلي چې د اوبو او انرژۍ وزیر د دې لیدنې پرمهال د کابل ښار او شاوخوا ولایتونو لپاره د دوامدارې برېښنا د تأمین په برخه کې د دې پروژې ارزښت حیاتي بللی او د پاتې چارو د ژر بشپړېدو غوښتنه یې کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت په بیان کې د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژه له مهمو او بنسټیزو پروژو بلل شوې چې د هېواد د برېښنا د پراختیا او پیاوړتیا په موخه پلې کېږي.
سرچینې لیکلي چې دغه سب‌سټېشن د ۴۰۰ مېګاولټ‌ـ‌امپېر د وېش ظرفیت لري او تر اوسه یې د عملي کارونو شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي.
د یادولو ده چې د دې سب‌سټېشن په بشپړېدو سره به د دشت‌خواجه الوان – ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي او ورسره د پنځو نورو اړوندو پروژو په ګټې اخیستنې سره له ترکمنستان هېواد څخه د ۱۰۰۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا د لېږد او وېش زمینه برابره شي.

اړوند خبرونه