د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې په دوبۍ کې د افغانستان جنرال کونسل او سوداګریزې اتشې، عبدالرحمن فدا د دوبۍ د سوداګرۍ خونې له رييس محمد علي لوتاه سره کتلي دي.
ياد وزارت ويلي چې په دې ناسته کې د دواړو لوريو ترمنځ د افغانستان او دوبۍ ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي په لارو چارو خبرې او نظرونه شریک شوي دي.
د لیدنې پر مهال د کابل ـ دوبۍ ترمنځ د مستقیم هوايي دهلېز د رامنځته کولو، په ځانګړي ډول د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو د اسانتیا، د دوبۍ په نړیوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون لپاره د زمینې برابرولو او د پانګونې د همکاریو د پیاوړتیا موضوعات هم څېړل شوي دي.

