ډېر لوستل شوي

له هراته امریکا ته د ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت د کاني ډبرو لومړنۍ صادراتي جوپه ولېږدول شوه

د هرات ولایت مقام وايي چې د ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان د کاني محصولاتو لومړنۍ صادراتي جوپه له هرات څخه د امریکا متحده ایالاتو ته صادره شوه.

د ياد مقام د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې جوپه کې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د کان تورې ډبرې شاملې دي چې د هرات د صنایعو خونې له لارې د امریکا بازار ته لېږدول شوې دي. د دې دفتر په وينا، دغه صادرات د هېواد د کاني محصولاتو د صادراتو د پراختیا او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د لاس‌رسي په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

اړوند خبرونه