ډېر لوستل شوي

د افغانستان برېښنا شرکت: د اوزبيکستان تجربې به د برېښنا سکټور د عصري کولو لپاره وکارول شي

د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجراييوي رييس، ملا عبدالحق همکار په مشرۍ لوړپوړي پلاوي اوزبيکستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دې هېواد د برېښنايي تجهیزاتو له یو شمېر مخکښو تولیدي شرکتونو او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.

ياد شرکت وايي، د اوزبيکستان د برېښنايي تجهیزاتو له تولیدي کارخونو او هوښیار برېښنايي سیستمونو څخه د دوی د پلاوي د لیدنې موخه د افغانستان د برېښنا سکټور عصري کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پراخول دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې سفر په ترڅ کې د برېښنا د لېږد، وېش، هوښیار مدیریت او د انرژۍ د ضایعاتو د کمولو په برخو کې له پرمختللو تجربو سره اشنا شوي دي. د برېښنا شرکت زیاتوي، له دغو تجربو څخه به د افغانستان د برېښنايي زیربناوو د پیاوړتیا، د تجهیزاتو د کیفیت د لوړولو او د هوښیارو برېښنايي سیستمونو د پراختیا لپاره ګټه واخیستل شي.

اړوند خبرونه