ډېر لوستل شوي

چنګاښ میاشت کې د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۰۰ ټن توکي وارد او صادر شوي 

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې په «چنګاښ» میاشت کې د یاد وزارت وسپنې پټلۍ له لارې ۷ لکه ۱۶ زره ۳۰۰ ټن انتقالات شوي دي.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې له دې جملې ۴۸۳ زره ۳۸۸ ټن د حیرتان بندر، ۶۰ زره ۵۴۶ ټن د آقینې بندر، ۷۱ زره ۹۰۵ ټن د تورغونډۍ بندر او ۱۰۰ زره ۴۶۱ ټن د خواف –هرات له لارې هېواد ته وارد او صادر شوي دي. 

سرچینې لیکلي، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي چې په تېره چنګاښ مياشت کې ۲ زره ۸۳۸ ټن د انارو جوسصادرات شوي دي. 

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس ویلي چې په دغو انتقالاتو کې نفتي، غیرنفتي او نور مواد شامل دي، او هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

اړوند خبرونه