ډېر لوستل شوي

اسلام‌کلا بندر کې څه باندې ۵۳۵ ټن بې‌کیفیته ودانیز توکي مسترد شوي 

د معیار او کیفیت ادارې په اسلام‌کلا بندر کې ۵۳۵ زره ۸۷۰ کیلوګرام بې‌کیفیته او غیرمعیاري ودانیز توکي مسترد کړي دي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو توکو کې تور سمنټ، نبشي، ناوداني، ګاډر اوسپنې، قیر، قالینې او جامې شامل وو چې له کورنيو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود او بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.

د معیار او کیفیت ادارې همداراز ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت تثبیت او کنټرول بهیر په روښانه، منظمه او دوامداره توګه دوام لري.

د معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې د بېلابېلو بې‌کیفیته توکو د واردېدو مخه نیولې وه او له سوداګرو یې غوښتي چې هېواد ته بې‌کیفیته توکي وارد نه کړي.

اړوند خبرونه