د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» دویم کنفرانس کې ويلي چې د تېر يو کال په لړ کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې ګڼ قراردادونه لاسلیک شوي چې ورسره د کانونو استخراج لا مسلکي او معیاري شوی دی.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، په دې موده کې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۴۵ نوې کانیزې ساحې کشف او ثبت شوې او په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۵۰ کانیزې پروژې داوطلبۍ ته وړاندې یا ورته جوازونه صادر شوي دي.
همداراز، د لویو او کوچنیو کانیزو پروژو په برخه کې له ۱۰ میلیارده افغانیو ډېره پانګونه شوې چې له ډلې یې په دایکنډي او تخار ولایتونو کې د مرمر او سرو زرو دوه لویې پروژې او ۸۵ کوچنۍ کانیزې پروژې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره قرارداد شوې دي.
د اسلامي امارت وياند په وینا، د کانونو په برخه کې ۱۱۳۸ مسلکي کانکېندنې جوازونه او ۷۲ د کانیزو موادو د پروسس جوازونه هم صادر شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د کانونو د قراردادونو له لارې په مستقیم ډول ۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د دې بهیر له پیل راهیسې په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۰۰ زره کسانو ته مستقیم کاري فرصتونه رامنځته شوي دي. مولوي ذبيحالله مجاهد د ياد وزارت د معلوماتو له مخې ويلي، د کانونو د نوي قانون، د کانکېندنې د تخنیکي پالیسیو او طرزالعملونو او د کانونو په سکتور کې د پانګونې د هڅونې او جلب ستراتیژۍ پر مسودو هم کار روان دی.

