د پنجشېر ولایت مقام وايي چې په یاد ولایت کې د متشبثو کورنیو د ملاتړ په موخه د «ټولنې پیاوړتیا» په نوم یوې موسسې خپل پراختیایي فعالیت پیل کړی دی.
د دغه ولایت مقام د رسنیو دفتر لیکلي چې دا موسسه به لومړي پړاو کې د سوداګرۍ او پانګونې خونو په برخه کې د ۱۶ زره ۶۵۰ ډالرو بودیجې سره فعالیت پیل کړي، او د ګلدوزۍ، څارویو، چرګانو فارمونو او خیاطۍ اړوند به ښځینه متشبثینو ته پورونه ورکړي.
د پنجشېر د اقتصاد ریاست مسوولینو ویلي چې د دې موسسې د پروګرامونو او فعالیتونو په پراختیا سره به یې راتلونکي کې بودیجه هم زیاته شي.
د یادولو ده چې سږ کال په پنجشېر کې ۱۱ نویو موسسو فعالیت پیل کړی، او دا مهال په یاد ولایت کې شاوخوا ۳۰ ملي او نړیوالې موسسې د بېلابېلو پروژو په پلي کولو بوختې دي.

