د امارتي شرکتونو لوی ریاست وايي، دغه تجهیزات د افغان کارټ امارتي شرکت او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د شوي تدارکي تړون پر مټ راوړل کېږي.
یاد ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیسکلي چې د یاد تړون له مخې د دواړو شرکتونو مسلکي پلاوي چين ته سفر وکړ او هلته يې د يادو تجهيزاتو د توليد له فابريکو تر ليدنې او تخنيکي ارزونې وروسته له يو شمېر فابريکو سره قراردادونه هم لاسليک شول، ترڅو ياد تجهيزات د ټاکل شويو معيارونو او نړيوالو سټنډرډونو سره سم توليد او افغانستان ته وارد شي.
د شوي تړون له مخې، د برېښنايي تجهيزاتو د توليد او بارګيرۍ بهير پيل شوی چې د واردېدو چارې به یې د افغان کارټ امارتي شرکت له لوري په څو پړاوونو کې ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د توزيعي شبکو د متفرقه تجهيزاتو او د انسولېټرونو د ملحقاتو په ګډون د شاوخوا ۲۷ کانټينرونو بارګيري پيل شوې چې به هېواد ته راوړل شي.

