د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف او د پاکستان د پوځ مشر مارشال عاصم منیر د پنجشنبې په ورځ په يو رسمي سفر، سعودي عربستان ته ولاړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، دا سفر به د شنبې تر ورځې دوام وکړي، خو په اړه یې نور جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي.
دا سفر د اسلاماباد او ریاض ترمنځ د نږدې اړیکو په چوکاټ کې په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه سیاسي، اقتصادي او د دفاعي همکاریو اړیکې لري.

